د افغانستان اسلامي جمهوریت او د هند جمهوریت، چې تر دې وروسته د "د دواړو خواوو" په نامه یاديږي،
د دواړو هيوادونو، ترمنځ دوستانه اړیکو ته په پام سره چې تاریخي فرهنګي ريښې لري او د زمانې له ازمايښت په بریالیتوب راوتلې.
د افغانستان دشاهي حکومت او دهند دهغه وخت د حکومت د ۱۳۲۸ لمریز کال د جدي د ۱۴ نېټې (چې د ۱۹۵۰ عیسوي کال د جنوري له ۴ سره برابره وه) د دوستۍ پر نه هیریدونکي اهمیت او تر هغه نه پر وروسته تړونونو او ګډو اعلامیو ټینګار؛
د ګډو ګټو د خوندیتوب،لپاره د دواړو خواوو د تاریخي اړیکو دټينګښت او لا ودې؛
د دواوو خواوو ترمنځ ،د ديپلوماتیکو اړیکو له پیله ،خوراپانګمن دود دستور ته په پام سره هلې ځلې؛
په دې باور چې د دوه اړخيزو اړیکو هر اړخیزه وده به، د دواړو هېوادونو او سیمې د پرمختګ او بري بشپړلامل شي؛
د دواړو هيوادونو د اړیکو د پام وړ پراختياته په پام سره او دهند د جمهوريت له بې پایه او دزړه له کومې مرستو نه په مننې سره چي، په تيرو لسو کالنو کې یې له افغانستان سره کړي دي؛
د دوه اړخیزو او څو بعدي اړيکو اوږد مهاله تعهد ته د رسیدو او دغه راز په راتلونکې کلونو کې د بېلابېلو لکه سياسي، اقتصادي،سوداګریزو، علمي،تکنالوژۍ، فرهنګي او نورو برخو د چټکې ودې په هیله؛
د ګډو ارمانونو ،سولې،ډيموکراسي،د قانون د لاسبري،دزورزياتي مخنوي، دبشري حقوقو او بنسټیزو ازادیو سره د لیوالتیا په تایید؛
نړیوالو موازینو ،قوانینو او همدغه راز د ملګرو ملتونو په منشور کې د راغلو اهدافو او اصولو له مخې پر خپلو تعهداتو بیا ټینګار؛
د دغه سند له مخې د ګډو ستراتيژیکو همکاریو مواد په لاندې ډول اعلانیږي:
عمومی اصول
۱- دا تړون د دواړو هېوادونو تر منځ،څو بعدیزه اړیکي، د دواړو خواوو تر منځ د متقابل تفاهم او د اوږد مهاله اعتماد پر بنسټ،هم په دوه اړخیزو او هم په نړیواله برخو کې لا لوړو کچو ته وده ورکوي؛
۲- د دواړوو خوا تر منځ ، د ستراتیژیکو همکاریو تړون ،د حاکمیت،برابرۍ،د هېوادونو د خاورې بشپړتیا،خپلواکۍ، د یو بیل په کورنیو چارو کې د نه لاس وهنې، دیو بل د ګټو دمتقابل درناوۍ د اصولو پر بنسټ ولاړ دی.
۳-د دواړو خواوو د ستراتيژیکو همکاریو تړون، دبل هيڅ هېواد او د کومې بلې ډلې هېوادونو پر ضد نه دی.
سياسي او امنيتي همکارۍ
۱-دواړه خواوې، د سیاسي همکاري د اړیکو د دود له مخې،په دې برخه کې ،د سیاسي او بهرنیو مشورو لپاره، د يوه منظم ،دوه اړخیزه سياسي ميکانيېزم پر جوړول موافقه کوي.سياسي مشورې به هر کال یو وار د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په لارښوونه تر سره کيږي.او خبرې اترې به هم هر کال لږ ترلږه يو کال د هېوادونو د مشرانو په کچه وي.
۲-دواړه خواوی موافقه کوي، چي ، په ملګروملتونو، په نورو نړيوالو ، سيميزو او څو اړخيزو ټولنو کې دې ، یو له بل سره مشوره او همکاري کوي. دغه همکارۍ به په دغو ټولنو کې د غوره پریکړو او د دواړو هېوادونو دګټو په پام کې وي؛
په ملګرو ملتو او نورو څو اړخیزو ټولنو کې به مرسته په دغو برخو کې وي:
الف) د نړیوالو او سیمه ایزو اساسي او بنستيزو مسایلو د وړاندې کولو لپاره ګډ نوښتونه.
ب) د ملګروملتونو په ټولنه کي له اصلاحاتو ،دهغې شورای د پراخيدو او په هغې شورای کې دهند د جمهوریت د دایمي، غړيتوب د ترلاسه کولو نه ملاتړ.
۳ - دواړو خواوې، موافقه کوي چي، د ملي امنيت په اړه به ستراتيژيکي خبرې اترې پيلوي .ددغو خبرو مشري به د دواړو هېوادونو د ملي امنيت ادارې کوي. دغه خبرې به د سیمه ایز امنیت او سولې لپاره د منظمو مشورو او ګډو هلوځلو د اهدافو لپاره وي.
۴ – امنیتي همکاري به ، د دواړو خواوو له خوا د نړيوالې ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه ،له وړاندي پلان شويو جرايمو ، د غيرقانوني مخدره توکو د قاچاق ،د تورو پيسو سپينول او داسي نورو جرايمو په برخه کي د متقابلو همکاريو له مخې کيږي.
۵ – دهند لوری،د متقابلې تفاهم له مخې ژمن دی چې د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې او دهغو د ظرفيت په لوړوالي کي به له افغان لوري سره همکاري وکړي.
اقتصادي او سوداګریزی همکارۍ
١- دواړه خواوې، د سوداګریزو، اقتصادي ،علمي او ټکنالوژي برخو دپیاوړتيا په برخه کې همکاریو ته هوډمن دي، دغه راز د سوداګریزو، اقتصادي اړیکو ودې ته په پام سره ،د سوداګریزو او صنعتي چارو د نورو استازو سره د مرستې کولو هوډ لري.
۲ – دواړه خواوې،د افغانستان د ښې او غوره ودې او د دواړوو هېوادونو،یو بل ته د خپلمنځي پورتننیو اقتصادي اړتياوو ،له مخې تعهد کوي ،چې ددغه شان برخو:کرنې،د کلیو پراختيا،د معدنونو د ایستلو، صنعت، انرژۍ،معلوماتي تکنالوژۍ،مخابراتو ترانسپورت ،دهوايي ملکي ترانسپورت په ګډون، او نورو برخو په وده کي چې دواړو خواوې پرې موافقه لري،اقدام وکړي.
۳ - دواړه خواوې موافقه کوي، چې د سوداګرۍ د پراختيا او پانګه اچوني په برخه کي د مناسبې فضا د رامنځ ته کیدو لپاره ګټور ګامونه پورته کوي،دا ګامونه کولای شي دغه ټکي ولري :
الف) له پانګي اچوني سره د ملاتړ زیاتوالی.
ب) په ګمرکي او هغه پورې نورو اړوندو برخو کې داسانتياو برابرول ، د غیر تعرفي خنډونو د منځه وړلو لپاره د هڅو زیاتول او د تعرفوي خنډونو کرار کرار کمول؛
ج) د سوداګریزو اړیکو د لا ښې هڅونې لپاره د هوايي وړلو راوړلو د رامنځ ته کولو په برخه کې همکاري.
د) په بانکدارۍ او مالي برخو کې مرسته، او د بیمې او پورونو په اخیستوکې د اسانتیاوو برابرول.
ه) په نړيوالو سوداګریز، اقتصادي ا و مالي سازمانونو کې د همکارۍ او همغږۍ زیاتوالي.
۴- دواړه خواوې ، به دیو اوږد مهاله لرلید له مخې، د دوه اړخيزو پایدارو تجارتي اقتصادي اړیکو پراختيا او ودې ته درسیدو لپاره داسې اغیزمن او ګټور میکانیزمونه جوړوي چې د افغاني او هندي ټولنو ترمنځ اړيکي تامین شي.
ځانګړو کړو وړو کې به دغه ټکي شامل وي:
الف) د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او اقتصاد د ودې او فرهنګي همکاريو لپاره،د سیمه ایزو او ولایتي اړیکو هڅونه؛
ب) په دواړوو هېوادونو کې اړوندو ټولنو ته ،له درېیمو هېوادونو سره د سیمه ایزې سوداګرۍ دګډو امکاناتو دنظم بښلو د همکارۍ د صلاحیت ورکول ؛
ج) د کیفیت دتضمین،د ستندر جوړولو او نویو تکنالوژۍ له موسساتو سره د همکارۍ له لارې ، په نړیوالو بازارونو کي د رقابت په موخه د دواړو هېوادونو د سوداګريزو کالیو د کيفيت لوړول ؛
د) د دواړو هيوادونو د سوداګريزو او صنایعو د خونو ترمنځ لا ټینګه همکاري.
۵ – دواړه خواوې، ددې خبرې په پام سره چې ،سيمه ايز اقتصاد د هر هېواد د ارامۍ او ابادۍ يو ژوند بښونکي اصل دی،موافقه کوي،چې هم په دوه اړخيزه او هم د سیمه ایزو ټولنو له لارې ،د سیمه ایزو اقتصادي همکاريو د ودې،په چاروکي یو له بل سره مرستې وکړي.
اقتصادي ،سیمه ایزې همکارۍ باید:
الف) افغانستان ته باید، د تجارت ، ترانسپورت ،د انرژۍ د لېږدولو دداسې يو نوی راپیداکیدونکي مرکز په توګه پام وشي، چې منځني او سهيلي اسيا سره نښلوي او له دغه هيواد ته د يوه آزاد او هر اړخیزه ترانسپورت او ترانزیتي کړیو د درلودلو لاره آواروي.
ب) پر سيمه ايزو بنسټيزو پروژو باید تمرکز وکړي.
ج) د سهیلۍ اسیا او نړیوال اقتصاد ته د افغانستان داقتصاد ورګډول او خپلمنځي متقابلو ګټو ته په پام د آزادو بازارونو دپرانستلو له لارې ، د افغانستان او هند تولیدي کالیو ته آسانتیاوې برابرې کړي.
د) سیمه ایزې همکاري،د سارک د سازمان له لارې ،چې دواړه هېوادونه دهغه غړيتوب لري،لا پياوړې کړي.
روزنه او ظرفیت جوړونه
۱- د هند هېواد، د افغانستان د اوږد مهالې او پایدارې ودې د تامین،او دهند د اوسنیو له پیرزوینو ډکو مرستو له مخې ځان هوډمن ګڼي، چې د افغانستان د ودې او ظرفیت جوړونې لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
الف) دغه مرستې به له نورو برخو سربیره چې د افغانستان د لومړيتوبونو ښکارندوي کوي، دکرنې،معادونو او روغتیا په برخه کې متمرکزې وي؛ او
ب) د هند هېواد،دغه راز ځان دهغو پراختيايي کوچنیو پروژو ،په وده کې هوډمن بولي چې په لرو پرتو او کلیوالو سیمو کې پرتې دي.
۲- دواړه خواوو موافقه وکړه چې د خپلو حکومتونو تر منځ خپل بنستيزې اړیکي ،د وزارتونو او نورو ارګانونو د هڅونې له لارې پیل کړي.دهند پلو به ،د خپل بنستيز،اداري،سیاسي او اقتصادي سیستم تجربې ،دیوې داسې مرجع په توګه چې افغانستان کولای شي هغه مطالعه او له هغو نه د خپلو اړتياوو او واقعیتونو لپاره ګټه واخلي،دوی ته ورکړي.
۳- د هندي خوا به،د افغانستان لپاره د خپلو کلنیو تحصیلي بورسونو د تګلارې له مخې ،چې په خورا بریالیتوب سره پرمخ تللې او په افغانستان کې د لوړو زده کړو د ستراتيژۍ له مخې پراخ ملاتړ لري،په هند کې د ښوونې پراختيا او روزنې ته د ICCR او ITECدبورسونو او د څو اړخيزه تامین شويو پروګرامونو له لارې دوام ورکړي :
الف) د افغانستان د اړتیاوو د پوره کولو لپاره، هندوستان د هغه هېواد په لوړو تحصیلي موسسو کې ، دتحصیلي پروګرامونو د لا ودې او پراختيا لپاره ،د طب،انجنیرۍ او ادارې په څانګو کې ممکنې لارې ولټوي؛ او
ب) دواړه خواوې به، په ښوونحيو او پوهنتونونو کې د محصیلنو د مبادلې پروګرام هڅوې او اسانوي.
۴- د هند هېواد به د افغانستان په حکومت کې، د ظرفیت جوړونې د ملاتړ په لړ کې د ملاتړ کې، لارې چارې لټوي او روزنیز تخنیکي تګلارې به برابروي ، او د افغانستان دحکومت په بېلابېلو برخو او له هغې ډلې نه به په اجرائیوې،قضایې او مقننې قواوو ،کې ظرفیت جوړونې ته دوام ورکړي.
۵- هند د افغانستان د اړتیاوو د پوره کیدو لپاره، په ملي او بهرني کچه،د حکومت او ادارۍ په برخه کې ،خپلې تجربې د ملي،ولایتي، ولسوالیو،محلي ادارو او دغه راز د د ملکي خدمتونو ،د دایمي او مسلکي سیستم د رامنځ ته کولو لپاره چې د افغانستان له شرایطو سره برابره وي،وړاندې کوي.
ټولنيزې، فرهنګي ، مدني برخې او له خلکو سره د خلکو اړیکي
۱- د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د اوسنیو اړیکو د لا پراختيا د هلو ځلو په دوام، دواړه خواوې په پام کي لري چي، د پارلمانونو ، مطبوعاتو ،ښځو ، ځوانانو ، ورزشي برخو ، علمي ، فرهنګي، پوهانو او د مذهبي مخورو ترمنځ اړیکي لاپسې پیاوړې کړي.
۲- د افغانستان - هندوستان د ټولنې، له لارې ، هنرونو ، ادبياتو ، شعر او شاعري او داسي نورو فرهنګي برخو ته په پام سره به دټولنیزو او فرهنګي اړیکو د لا پراختيا لارې چارې ولټول شي او د يوبل له فرهنګي لاسته راوړنو او ميراثو سره به لاډيره پيژندګلوي پيداکړي.
۳- دواړه خواوي به د آزادو او خپلواکو مطبوعاتو په چوکاټ کې د دواړو هيوادونو د رسنیزو ټولنو ترمنځ د تبادلی زیاتوالی وهڅوي او پراختيا به ورکړي.
۴- دواړه خواوي به، د ښځو د پرمختګ ، او د هغو ددريځ،دهغو د تعليم او حقوقو او دغه راز په خپلو ټولنو کې د خوارو او کمزورو طبقو د ژوند د کچې د لوړولو په موخه کار وکړي.
۵- دواړه خواوې به، د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د قانوني تګ راتګ د لا هڅونې لپاره موافقه کوي چې د دواړو هېوادونو د اتباعو لپاره به د تګ راتګ قواعد او مقررات اسانوي، دواړه خواوې تکل لري چې:
الف) دسيلانيانو د تګ راتګ او د دواړو هېوادونو د سيلانيانو د ټولنو ترمنځ همکاريوته وده ورکړی؛او
ب) د دواړه هيوادونو د ښارونو ، ولايتونو او ایالاتو ترمنځ به د ملګرتوب د تړونونه لاسیکولو هڅه وشي.
۶- دواړه خواوې به ،هڅه وکړي ، دهغو کسانو لپاره چې دیو بل په هيواد کې له قضايی او حقوقي ستونزو سره مخامخ شوي دي، د متقابلو حقوقي همکاريو د موافقو له مخې په مدني او جزايی موضوعاتو کې مرسته وکړي.
۷- دمدنی ټولنو تر منځ اړیکو ته وده ورکول، په ځانګړي توگه د پوهانو د نظرونو د تبادلې دزمینی دبرابرولو لپاره، دواړه خواوې تکل لري چې د افغانستان-هندوستان ګردی میز چې په بېلابېلو برخو کی منل شوي استازي به پکې گدون ولري، جوړ کړي.
۸- دواړه خواوې موافقه کوي چی د ورزش په برخه کې به همکارۍ او تګ راتګ ته ودوه ورکړي.
۹ - دواړه خواوې موافقه کوي چی د ارزښتونو او د دموکراسي دټولنو په برخه کې د یو بل له تجربو نه چې د همکارۍ، د واک د ویش او تفویض ، او د قدرت لیږد ولو،د مرکز او ولایاتو /ايالاتونو ترمنځ داړیکو ، او د ټول ټاکنو دسیستمونو اصلاحات او نور په کې وي، زده کړی وکړی. او دا تجربې یو بل سره شریکې شي.
۱۰- دواړه خواوې موافقه کوي چی، د دواړه هیوادونو د پارلمانونو تر منځ د نظرونو د ګډوالی زمینه د پارلماني هیئتونو د تگ راتگ له لارې رامنځته او په دواړو هیوادونو کی د ی دپارلمانی ملګرتیا ډلې جوړې شي.
د تړون د سرته رسولو څرنګوالی
۱- د استراتیژیکي همکارۍ دغه تړون ،دهمکارۍ د يوې شورا په چوکاټ کی چې، مشري به ئې د دواړو هیوادونو دبهرنیو چارو وزیران کوي،تر سره کیږي.
دغه شورای به په کال کی یو ځل غوڼده کوي.
۲- دغه شورای به د بېلابېلو ، ګډو کاري ډلو لکه سیاسي او امنیتي مشورو، سوداگریز او اقتصادی همکارۍ، د ظرفیتونو د لوړتیا او تعلیم، ټولنیز، فرهنګي او د مدنی ټولنو نه جوړوي چې له اړونده وزارتونو او اداراتو نه به په هغه کې لوړ پوړي چارواکي ګډون ولري.
۳- د شوراي د رامنځ ته کیدو سره سم، د دواړو خواوو د خبرو اترو موجوده میکانیزمونه به هغې ته ورګډیږي.
پایله
د افغانستان اسلامي جمهوریت او د هند جمهوریت، د افغانستان دشاهي حکومت او دهند دهغه وخت د حکومت د ۱۳۲۸ لمریز کال د جدي د ۱۴ نېټې (چې د ۱۹۵۰ عیسوي کال د جنوري له ۴ سره برابره ده) د تړون پر یوه اساسي او تل پاتې ټکی چې وايي: “د دواړو حکومتونه ترمنځ تل پاتې سوله چې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د زړه له کومې اړیکو د ساتلو او ودې لپاره به هڅه او هاند وکړي ،باید تحقق پیدا کړي” د بیا ټینګار له لارې، په دې همکارۍ کې پر مخ ځي.
دغه تړون ،د ۱۳۹۰ لمریزکال ، د میزان پر ۱۳ نېټه ،چې ۲۰۱۱ عیسوي کال د اکتوبر له 4 نیټه سره برابره ده، په نوی ډهلی کې په دوو اصلی نقلونو کې( په هندي،، پښتو او انگلیسي ژبو) لاسلیک شو.
د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس د هند جمهوریت لومړی وزیر